Skip to content
په پام کې ده، چې د کاپ ۲۶ غړي هېوادونه نن یو ځل بیا سره راټول شي ترڅو د اقلیم بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره یوه ټولییزه حل لار ومومي.
اخوا یو شمېر مدني فعالان د سکاټلنډ په ګلاسګوی کې، چېرته چې دا غونډه کېږي راټول شوي او وايي، د اقلیم بدلون موضوع باید ډېره جدي وګڼل شي.
هغوی وايي، د نړۍ د تودوخې درجه ورځ تر بلې لوړېږي او باید له دې ناورین د نړۍ د ژغورنې حل لاره پیدا شي.
د نړۍ د کابو ټولو هېوادونو استازي په دغه غونډه کې ګډونوال دي او مذاکرات کوي.
یو شمېر سترو هېوادونو تر اوسه دا پرېکړه کړې، چې باید د کیمیاوي موادو او فابریکو له لوګیو رامنځته کېدوونکو ګازاتو مخنیوی وکړي او په بې وزله هېوادونو کې د سکرو ډبرو کارول بند شي.