Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

الکوزی: پاکستان سره د سوداګرۍ برخه کې شل کلنه ستونزه حل شوه 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/13

د افغانستان بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي پر مشرۍ پاکستان ته د تللي پلاوي سفر چې دوه وزیران او رئیسان یې ملتیا کوي،د صنعت او سوداګرۍ خونه او سوداګر هېله ‌من کړي دي.

د افغانستان صنعت او سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، تمه لري،چې له دې سفر وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ برخه کې شل کلنې  ستونزې حل شي.

الکوزی وايي،له دې وروسته به د افغانستان صادرات د واګې بندر له لاري هند ته هم لېږدول کیږي.

الکوزی زیاتوي:« دې  سفر  کې چې  د اسلامي  امارت درې وزیران شامل وو، د نورو سفرونو سره یې توپیر درلود.   کومې ستونزې چې په تېرو شلو کلونو کې وې، هغه به ټولې حل کیږي او د افغانستان صادرات به له واګې بندر له لاري کېږي.»

الکوزی زیاتوي،چې د ستونزې حل لپاره پاکستاني لوري ته یوه میاشت وخت ورکول شوی، چي ستونزې حل کړي او په وینا یې د دې ستونزو د حل لپاره یو کمېسیون هم جوړ شو.

افغان سوداګر بیا وايي، له پاکستاني لوري دې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل لپاره په  لیکلې بڼه ژمن لیک واخېستل شي،ترڅو افغان سوداګر له ستونزو خلاص شي.

افغان سوداګر محمدنبي وايي:«له پاکستاني لوري د افغان سوداګرو په تړاو ژمن لیک واخېستل شي،ترڅو افغان سوداګرو ته ستونزي پیدا نه شي.»

د بهرنیو چارو وزارت د اقتصاد رئیس شفیع اعظم چې اسلام‌اباد ته د تللي پلاوي ملتیا کوي وایي،پاکستاني لوري سره یو لړ ژمنو ته رسیدلي دي.

اعظم زیاته کړه:« د افغانستان واردېونکي توکو به مالیه معاف کېږي دافغانستان لاری به په مستقیم ډول د پاکستان بندرونو ته ځي او بس موټر سوارلي له کابل مستقیم پيښور ته وړي.»

د افغانستان لوری وايي، په لومړي ځل په دې بریالي شوي،چي پاکستان له افغان لوري سره د افغان سوداګرو ټولي ستونزې حل کوي او د ستونزو د حل لپاره یوه میاشت وخت ورکول شوی دی.

د اسلامي ‌امارت یو باصلاحیته پلاوی درې ورځې وړاندې اسلام‌اباد ته تللی او په دې لړ کې یې د پاکستان لومړي وزیر،د بهرنیو چارو وزیر او ګڼو نورو چارواکو سره پرمهمو مسایلو لکه، سوداګري، ترانزیټ،تګ راتګ او کډوالو په تړاو خبرې کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist