Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې  پر لسګونه بې ځایه شویو کورنیو مرستې ووېشل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/10

په کابل کې  د سه شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د لړم پر ۱۸ مه» د هومیډيکا مرستندویه ټولنې له لوري پر ۷۰ بې ځایه شویو کورنیو  د خوراکي او غیر خوراکي  مرستې ووېشل شوې. 

اړمن او بې ځايه شوي کډوال له دغه مرستو خوښ دي او وايي، له تېرو دوو میاشتو راهيسې په ډېر بد وضعيت کې ژوند کوي. 

یو تن بې ځايه شوی وايي:« د اسلامي امارت او مرستندويه ټولنو له لورې غريب او بې وزله کورنیو سره له مرستې بيخي خوښ او منندوی يم. اوس وخت د افغانستان خلک ډ‌ېر له ستونزو سره مخ دي، په ځانګړي ډول هغه خلک،چې بې ځايه شوي او کډوال دي.»

یو بل بې ځایه شوی بیا وايي:«زه ډېر خوښ يم،ځکه اوس وخت کې له زياتو ستونزو سره مخ و او دا ستونزې به زموږ حل شي.»

دغه بېځایه شوې کورنۍ چې د وروستیو جګړو له امله کابل ته راکډه شوې دي، د ژمي په را رسېدو د نورو مرستو غوښتنه لري.

یو تن بې ځایه شوی وايي:« که چېرته موږ ته دلته د کار زمینه برابره شي، نو ډېر به خوښ شو، که زمينه راته برابره نه شوه،اړ یو،چې له هېواده وتښتو.»

پر بې وزلو او کډوالو کورنیو دغه مرستې د افغانستان د بيا ودانولو او انرژۍ سپما موسسې له خوا تنظیم او وویشل شوې.

 یاده موسسه وايي،د مرستو رسولو دغه لړۍ به تر ولایتونو هم ورسوي.

د افغانستان د بيا ودانولو موسسې کارکوونکی رسول خان وايي:« له  دې وروسته زموږ خيریه ټولنه په پام کې لري،چې دغه مرستې خوست او ننګرهار ته وغځوو او هلته هم له بې وزله کورنيو سره مرستې تر سره کړو.»

په همدې حال کې د نړيوالو بشري مرستو د تنظيم ادارې مسولين وايي، ډېری نړيوالې موسسې لا هم افغانستان کې خپلو کارونو ته دوام ورکوي او ژر دی،چې نورو موسسو ته به هم زمينه برابره کړي،چې کارونه پيل او مرستې تر سره کړي. 

کابل کې پر ۷۰  کورنیو دغه مرستې داسې مهال وېشل کېږي،چې د ملګرو ملتونو د وروستیو راپورونو له مخې،دا مهال ۲۳ میلیونه افغانان له فقر سره مخ دي او له نیمايي زیات افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist