Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
توماس وېسټ له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې

ټوماس وېسټ: افغانستان کې القاعده اوس هم فعاله شتون لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/10

د افغانستان لپاره د امریکا نوي ځانګړي استازي ټوماس وېسټ وايي، په افغانستان کې القاعده شبکه لاهم فعاله حضور لري او له طالبانو یې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې غوښتنه وکړه. 

وېسټ زیاتوي:« موږ غواړو،چې طالبان د داعش ډلې پر وړاندې بریالي شي. زه فکر کوم،چې طالبانو د داعش ډلې پر وړاندې ډېرې ځواکمنې هڅې پیل کړي دي. القاعده په افغانستان کې لا هم حضور لري او دا هغه څه دي،چې موږ یې په اړه اندیښمن یو. دا هغه اندیښنې دي،چې موږ به یې له طالبانو سره په خپلو مذاکراتو کې یادې کړو.»

توماس ترهګرۍ سره مبارزه کې د ناټو او نورو لویدیځو هېوادونو همکاري هم له افغانستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پورې محدوده بولي او وايي، له اسلامي امارات سره ګډې موخې هغه مهال مخ ته وړل کیدای شي،چې دوی خپلې هڅې تر پایلو ورسوي.

وېسټ وايي:« زموږ متحدین لکه فرانسه، جرمني او بریتانیا به د افغانستان په قضیه کې خپل کلیدي رول ته دوام ورکړي. موږ به له طالبانو سره واضح او پر مشترکو ګتو او موخو ولاړو خبرو ته دوام ورکړو.»

امریکا له طالبانو سره مستقیمې مرستې مشروطې کړي او وايي،تر هغې له اسلامي امارت سره مالي پالیسۍ ته دوام نه شي ورکولای،ترڅو طالبان پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي.

د امریکا د امنیت شورا سلاکار   جک سلېوان وايي:« موږ په داسې موقف کې نه یو،چې له طالبانو سره نیغ په نیغه مالي مرستې وکړو. تر هغې چې موږ د طالبانو له لورې د ټول شموله حکومت او هغو موضوعاتو په اړه  چې موږ یې په مکرر ډول له هغوی سره شری کوو، پرمختګ نه وي لیدلی، پر طالبانو زموږ مالي پالیسي به پر خپل ځای وي.»

امریکا، لویدیځ او ناټو تازه په سیمه کې د ترهګرۍ د پراخېدو په تړاو ناستې او خبرې اترې پیل کړي او د هند په څېر د سیمې یو شمیر هېوادونه هم په دې برخه کې اړین رول لوبول غواړي او نن یې د سیمې هېوادونو د ملي ‌امنیت شورا سلاکارانو غونډه را بللې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist