د بریتانیا پوځ لوی درستیز نیک کارټر ویلي، لوېدیځ افغانستان کې له سیاسي پلوه ناکام شوی، خو پوځي ماتې یې نه ده خوړلې.
کارټر دا خبرې داسې مهال کوي، چې څه موده وړاندې دبریتانیا دفاع وزیر هم افغانستان کې د لوېدیځ پر سیاسي ماتې اعتراف کړی و.
د بریټانیا دفاع وزیر ویلي و، یواځې لوېدیځ نه، بلکې ناټو هم له سیاسي پلوه افغانستان کې بریالۍ شوې نه ده.
خو ایران او د لوېدیځ ضد ځينو نورو هېوادونو بیا ویلي، چې امریکا او متحدینو یې د طالبانو پر لاس افغانستان کې پوځي ماټې وخوړه.