نړیوال بانک وايي، تر هغې به په افغانستان کې خپل فعالیت بېرته پیل نه کړي، څو چې سیاسي کړکېچ پای ته نه وي رسېدلی.
د نړیوال بانک اجرائیه رئیس وايي، لومړی باید نړیوال افغانستان کې د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه وروستۍ کړي بیا به دوی خپل تصمیم ونیسي.
نړیوال بانک دا خبرې داسې مهال کوي، چې دلته بانکونو خپل فعالیت په نورمال ډول نه دی پیل کړی او خلک اوس هم د بانکو مخ ته په کتارونو ولاړ وي.