اسلامي امارت د امریکا د هغه اقدام هرکلی کړی، چې ویلي یې دي له طالبانو سره خبرو اترو ته پر چمتووالي بوخت دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دوی د خبرو له لارې د ستونزو پر حل باور لري او په دې برخه کې د امریکا له لوري د وروستي اقدام هرکلی کوي.
ذبیح الله مجاهد ویلي، د ستونزو د حل لپاره مذاکرات ښه پایله لري او په وینا یې دا ښه اقدام دی، چې امریکا د خبرو لپاره چمتووالی نیسي.
نوموړي زیاته کړې، امریکا تر دې وړاندې هم د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوله اوس هم، چې کومې ستونزې پاتې دي دا د خبرو له لارې د حل وړ دي او اسلامي امارت یې هرکلی کوي.