د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، امریکا د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلو لپاره پلمې لټوي او هڅه کوي، چې پر رسمیت یې وپېژني.
راپور کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ هغو خبرو ته هم اشاره شوې، چې ویلي یې دي له نړیوالې ټولنې سره اړیکو ته د طالبانو تمایل دا ایجابوي، چې نړیواله ټولنه هم افغانستان ته خپلې مرستې پیل کړي.