• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د متقي پر مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی نن پاکستان ته ځي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/10

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت  چارسمبالي وزیر امیرخان متقي پر مشرۍ به یو لوړ پوړی پلاوی  نن پاکستان ته ولاړ شي.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د اړیکو پیاوړتیا، اقتصاد، ترانزیټ او ولسونو ته په تګ راتګ کې د اسانتیاوو زیاتوالی هغه موضوعات یادوي،چې په دغه سفر کې به  دواړه خواوې پرې بحثونه وکړي.

بلخي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:«پلاوی به د اړیکو په پیاوړتیا، اقتصاد، ترانزیټ، مهاجرینو او ولسونو ته په تګ راتګ کې د سهولتونو پر زیاتوالي خبرې کوي. په پلاوی کې د مالیې او تجارت وزیران او کاري ګروپونه هم شامل دي.»

پاکستان ته دافغانستان  د دې باصلاحیته جګپوړوي پلاوي سفر له بل لوري په دې مهم ګڼل کېږي،چې پاکستاني طالبان له خپل حکومت سره په اوربند سلا شوي دي. 

 د پاکستان حکومت ویلي، دې مذاکراتو کې منځګړیتوب د افغان طالبانو په وساطت شوی او ښایي دا اسلام اباد ته د کابل یوه خوږه ډالۍ هم اوسي.

اسلام اباد ته داسلامي‌امارت پلاوي سفر ته په دې سترګه کتل کېږي،چې دواړه لوري به له یو بل سره مخامخ خپلې اندېښنې او غوښتنې شریکې کړي.

پاکستانی خبریال  طاهرخان وايي:« پاکستان  ته د افغانستان د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر سفر مهم دی، ښايي برخه واخلي غونډه کې،ځکه پاکستان یوازنی هېواد دی،چې طالبانو استازو ته یې اجازه ورکړه،چې سفارت او کونسلګري پرېږدي او کارونه پرمخ یوسي. غونډې مهمې دي،مخامخ د افغانستان چارواکو وزیرانو سره ناستې وشي،تشویشونه شریک شي او افغانستان ستونزې هم واورېدل شي.»

اسلام اباد تل کابل ته د مرستې ژمنه ورکړې،خو په عمل کې داسې څه نه دي لیدل شوي چې افغانستان خوښ کړي.

 اوس تمه کېږي،چې پاکستان به د اسلامي امارت پر وړاندې د نړیوالو غبرګونونو په اړه کابل ته د همکارۍ ډاډ ورکړي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي، پاکستان او افغانستان خپلو کې ګډ مسایل لري او په راشه درشه کولای شي،خپلې ستونزې حل کړي.

ځلاند زیاته کړه:« پاکستان له افغانستان سره ګډ مسایل لري اقتصادي،سیاسي او امنیتي او له دې ور اخوا کوښښ کوي،چې د اسلامي امارت له لوړپوړي چارواکو سره په راشه درشې خپلې اقتصادي ستونزې د افغانستان په اډانه کې حل کړي. له پاکسنان سره ډیورنډ کرښې په اوږدو کې امنیتي مسایلو باندې ګډه هوکړه رامنځ ته شي او په لویه کې د اسلامي امارت پر وړاندې د نړیوالو غبرګونونو په اړه خپله همکاري اعلان کړي.»

له دې وراخوا ټاکل شوې ده،چې د روانې  نومبر میاشتې پر یوولسمه اسلام‌ اباد کې د چین، روسیې،پاکستان او امریکا ترمنځ ګډه ناسته هم وشي.

 دا ناسته د ترو ویکا غونډو لړۍ ده،چې تېره ناسته یې د اکتوبر میاشتې په شلمه مسکو کې وشوه،خو امریکا په کې ګډون رد کړی وو.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار ښاروالي: ځوانانو ته د کار موندلو په موخه د ۲۴ ساعته بازار جوړولو هوډ لرو
افغانستان

کندهار ښاروالي: ځوانانو ته د کار موندلو په موخه د ۲۴ ساعته بازار جوړولو هوډ لرو

مې 27, 2025
د کابل پولیسو له روزنیز مرکز ۴۰۰ پولیس فارغ شول
افغانستان

د کابل پولیسو له روزنیز مرکز ۴۰۰ پولیس فارغ شول

مې 27, 2025
تهران ټایمز: چین د امریکا له تشې په ګټه اخیستو افغانستان کې ډېره پانګونه کړې
افغانستان

تهران ټایمز: چین د امریکا له تشې په ګټه اخیستو افغانستان کې ډېره پانګونه کړې

مې 27, 2025
اسلام‌ اباد: هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي
افغانستان

اسلام‌ اباد: هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي

مې 27, 2025
د جينوا خبرو اترو مرکز له لوري د افغانستان په اړه څلورمه ناسته په ترکیه کې جوړه شوه
افغانستان

د جينوا خبرو اترو مرکز له لوري د افغانستان په اړه څلورمه ناسته په ترکیه کې جوړه شوه

مې 27, 2025
زرګونه افغانان له امریکا د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

زرګونه افغانان له امریکا د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي

مې 27, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist