• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هند کې سبا د افغانستان په اړه ناسته جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/09

ټاکل شوې ده،چې د چهارشنبې په ورځ د هند په کوربتوب په نوي دهلي کې د افغانستان په تړاو ستره  ناسته جوړه شي.

دغې ناستې ته د افغانستان لهګاونډیانو سربېره د سیمې هېوادونو د ملي‌ امنیت شورا سلاکاران هم وربلل شوي دي.

اسلامي‌امارت دغه ناسته ګټوره بللې او تمه لري،چې ګډون کوونکي هیوادونه به له نړۍ وغواړي چې افغانستان سره مرستې وکړي او نوي حکومت په رسمیت وپيژني.

خو د سیاسي چارو شنونکو  باور بیا بل ډول دی او تمه نه لري،چې دهند ناسته کې دې د رسمیت پيژندو په تړاو بحث وشي.

شنونکی جاوید جاوید واييي:« هند اوس غواړي،چې خپلې امنیتي اندیښنې په سویلي اسیا کې رفع کړي، په همدې موخه یې دغه ناسته جوړوي. دغه ناسته به د اسلامي امارت د رسمیت پیژندنې په مانا نه وي، خو په ټوله کې  د اسلامي امارت لپاره یو پرمختګ ګڼل کېږي.»

شنونکي وايي،  ناسته کې د کابل او اسلام اباد پلاوو نه‌ موجودیت دغه ناسته ننګولې او د ناستې موثریت یې له منځه وړی دی.

دوی په دې باور دي،چې د هند ناسته د دغه هېواد د خپلو موخو لپاره جوړیږي او د سیمې هېوادونه به په ‌کې خپلې اندیښنې له یوبل سره شریکې کړي.

شنونکی عزیزمعارج  وايي:« د هند په ناسته کې د افغانستان او ګاونډي هېواد پاکستان پلاوي ګډون نه کوي، ښايي دغه ناسته د خپلو اهدافو او د سیمې د امنیت لپاره وي او د سیمې هېوادونه خپلې اندیښنې په کې شریکې کړي او ګمان نه کېږي،چې په دغه ناسته کې دې افغانستان په رسمیت وپیژندل شي او یا هم د افغانستان دک نګل شویو پیسو خلاصون کوم غږ پورته شي .»

په ورته مهال ټاکل شوې  ده،چې د هند له ناستې یوه ورځ وروسته د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د کابل په تړاو ناسته جوړه شي،چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، د امریکا او چین استازي به هم په کې ونډه ولري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې
افغانستان

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

مې 15, 2025
د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري
افغانستان

د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

مې 15, 2025
د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري
افغانستان

د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

مې 15, 2025
خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي
افغانستان

خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

مې 15, 2025
د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی
افغانستان

د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

مې 15, 2025
امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ
افغانستان

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025

وروستي خبرونه

د لغمان په ځینو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خدمات درېدلي

د لغمان په ځینو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خدمات درېدلي

مې 15, 2025
خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

مې 15, 2025
د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

مې 15, 2025
د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

مې 15, 2025
خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

مې 15, 2025
د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

مې 15, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist