Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د خبریالانو ملي ټولنه: یو شمېر ادرسونه د خبریالانو له نوم ګټه پورته کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/09

د افغانستان خبريالانو ملي ټولنه وايي، یوشمېر ادرسونه په هېواد کې د خبریالانو  له نوم ګټه پورته کوي او د خپلو کورنیو غړي او نور غیر مسلکي کسان د پیسو په بدل کې بهرنیو هېوادونو ته استوي.

یاده ټولنه ګواښ کوي،که دغه ډول ادرسونه اصلاح نه شي،نوم او هویت به یي ښکاره کړي او د مجازاتو غوښتنه به یې وکړي.

د یادې ټولنې د مطبوعاتي مسوول مسرور لطفي وايي:«  دا یو ډول ګواښ دی،چې موږ یې کوو، که هره رسنۍ وي او دا کار کوي، یوه ورځ به افشاء شي او که ډډه ونه کړي، نو غږیز کلیپونه او نور اسناد به یې د رسنیو په واک کې ورکړو،چې په روښانه توګه یې ویلي چې په دومره قېمت باندې او یا ډالرو د فلانکۍ رسنۍ ټاپه کړي اسناد درکوو.»

د خبریالانو ملي تولنه له نړیوالو بنستونو هم غواړي،چې افغانستان کې له هرچا سره دې اړیکې نه نیسي او مالونو ادرسونو ته دې ورشي،چې حق حقدار ته وسپارل شي.

اخوا بیا دغه چارې پر کور دننه یو شمېر خبریالان او د رسنیو کارکونکي اندېښمن کړي،چې سختې دوی ګاللي،خو امتیاز هغوی ته ورکول کېږي،چې کار یې هم نه دی کړی.

خبریال وسیم تلاش وايي:« د خبریالانو له نوم یې استفاده وکوړه او خپل خپلوان يي بهر ته انتقال کړل،چې د خبریالانو په روحیه یې بده اغیزه کړې.»

خبریال نذیر شینواری وايي:« د تخلیې پروسې له پیله تر اوسه پورې د خبریالانو ملاتړو بنسټونو او ځینو رسنیو غیر مسلکي کسان واېستل،چې دا له خبریالانو سره جفا او خیانت دی.»

خبریال هجرت الله کاکړ بیا وايي:« چا چې د خبریالانو په نوم خپلوان بهر ته انتقال کړي دي،نو له  نړیوالې ټولنې او خبریالانو ملاتړو بنسټونو غواړو،چې په دې تړاو څېړنې وکړي.»

دوی وايي، له اسلامي امارت سربېره د رسنیو  ملاتړو ادارو هم غواړي،چې مخنیوی یې وکړي.

د جمهوریت له ړنګېدو او د اسلامي امارت په راتګ سره د ځینو نورو افغانانو ترڅنګ ډېر شمېر کسان د خبریالانو له نوم په ګټنې  وتلي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist