د افغانستان د شفافیت د خدماتو دفتر مشرې جیل سوزان ویلي، احتمال شته چې په افغانستان کې پراختیایي پروژې پيل شي.
جیل سوزان منلې، چې اوسمهال افغانستان کې هر څه په ټپه ولاړ دي او نړیوالو هم د کومې ځانګړې پروژې د پیل خبره نه ده کړې، خو په وینا یې د دې ډېر احتمال شته، چې ډېر ژر افغانستان د پرمختګونو او نوو پروژو د پيل شاهد وي.
نوموړې ويلي، نړیوالو ته په کار ده، چې افغانستان کې له نوي حکومت سره یوې پایلې ته ورسېږي او افغانانو ته د خدماتو وړاندې کولو پروسه له سره پيل کړي.