د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي پر مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی سبا پاکستان ته سفر کوي.
بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي پر مشرۍ یو لوړ رتبه پلاوی سبا چهارشنبه پاکستان ته سفر کوي او هلته به د اړیکو پر پیاوړتیا، اقتصاد، ټرانزیټ، مهاجرینو او ولسونو ته په تګ راتګ کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې وکړي.
عبدالقهار بلخي ویلي، د بهرنیو چارو له وزیر سره دغه سفر کې د مالیې او سوداګرۍ وزیران او کاري ګروپونه یې هم ملتیا کوي.
واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، دا پاکستان ته د افغان چارواکو لومړی سفر دی، چې ټاکل شوې اسلام آباد ته یې وکړي.