په کندهار ولایت کې له تېرې شبنې ورځې راهېسې ښوونکو کاري اعتصاب پيل کړی دی او لاهم دوام لري.
ښوونکي وايي، له دې امله یې کاري اعتصاب کړی،چې له شااوخوا څلور میاشتو راهېسې تنخوا نه ده ورکړل شوې.
دوی وايي، د ژمي په راتګ له سختو اقتصادي ناخوالو سره مخ دي او که تنخوا ور نه کول شي، نو اړ دي، چې خپلي دندي پرېږدي.
ښوونکی فیض الله امین وايي:« ښوونکي ته چې تنخوا ورنه کړئ، هغه بېچاره، تر ښوونځي پوري د راتللو لپاره د ټکسي پیسې نه لري. نور د کور کرایه، د کور مصارف، د ماشومانو او ناروغانو د درملو لګښتونه،خو بیخي لري خبره ده. زموږ ښوونکو یوازنی عاید همدا تنخوا ده،که هغه نه وي، نور خو نو ښوونځي ته نه شي راتللی او اړ دي، چې کومې بلې مزدورۍ ته مخه کړي.»
د ښوونکو ترڅنګ د ښوونځیو صفاکاران هم د تنخواوو د نه ورکړي له امله له فقر سره مخ دي.
ښوونځي یو تن صفاکار وايي:« که تنخوا را نه کړي، موږ اړ یو،چې پر کور کښېنو او یا هم بل کار ته لاړ شو. همدا اوس اوس زموږ په کور کې اوړه، غوړي، بوره او نور ټول شیان خلاص شوي دي. ژمی راغلی، خو موږ هېڅ نه لرو.»
د کندهار د پوهنې مشر مفتي قدرت الله وصال بيا وایي، د ښوونکو د تنخواوو د ځنډ ستونزه بانکي سيستمونو کې د محدوديت له امله رامنځته شوې او په خبره یې د ستونزې د ژر هواري په لټه کې دي.
وصال زیاته کړه:« لیستونه حواله شوي دي، استحقاقونه هم حواله شوي دي، میوند بانک ته دا هرڅه حواله شوي دي، خو دغه بانک د هغې لایحې له مخې چې د دوی لپاره د میاشتې ۲۰زره ډالره نه شي ورکولای، نو دغه اندازه پيسې د دوی د میاشتني معاشونو لپاره بسنه نه کوي. موږ دغه موضوع له والي صاحب سره هم شریکه کړې ده، له وزارت سره مو هم شریکه کړې ده، نو طبعاً هغوی به یې د حل لپاره هڅې کړي وي او کوي به یې.»
د ښوونکو ترڅنګ د زياتو نورو دولتي مامورينو تنخواوې هم له تيرو څو مياشتو راهيسي نه دی ورکول شوي، چې له همدې امله زياتو يې خپلي دندې پرېيښي دي.