Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چارواکي: له کابله بېرته خپلو ولایتونو ته د بې ځایه شویو کورنیو د لېږد بهیر چټک شوی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/08

د کابل کډوالو چارو ریاست مسوولین وايي، له کابله خپلو مېنو ته د بېځایه شویو کورنیو  د بېرته لیږلو بهیر یې چټک کړی دی  او په خبره یې له سلګونه کورنیو سره نغدي مرستې شوې دي.

د یاد  ریاست مشر مولوي عبدالمتین وايي، خپلو سیمو ته پر داوطلبو بې ځایه شویو کورنیو د لارې کرایه او لس – لس زره افغانۍ ویشل شوي او ځینو نورو ته بیا د ملګرو ملتونو له خوا د درې میاشتو لپاره هره میاشت تر څلور سوه ډالر ورکول کېږي.

عبدالمتین زیاته کړه:« د یونین ایډ مؤسسې له لوري  لس لس زره افغانۍ نغدې ورکړل شوې، د ترانسپورت سهولت ورته وشو او همدارنګه خوراکي مواد هم موږ ورکړل او کومې کورنۍ چې د یو این ایچ سي ار په واسطه انتقال شوې دي، دوه دوه سوه ډالر ورکړل شوي دي او تر درې میاشتو ورته څلور څلور سوه ډالر په خپلو کورونو کې ورکول کېږي.»

د یونین ایډ موسسې مشرر امجد ساپی وایي، ۲۲ ولایتونو ته یې پرون شااوخوا ۱۵۵۰ کورنۍ انتقال کړي دي.

ساپي زیاته کړه:« دغه کورنۍ چې پرون مو د پارک ازادي او ګولایي حصه اول څخه انتقال کړل،شااوخوا ۱۵۵۰ کورنۍ وې. موږ د کابل مهاجرینو ریاست پرر همغږۍ خپلو ولایتونو ته انتقال کړل او د شپې تر لسو بجو مو ټول ولېږدول.»

د کابل کډوالو ریاست وایي، د ژمي له را رسېدو وړاندې به داوطلبې کورنۍ تر خپلو ولایتونو ورسوي او هلته به هم  ورته لازم امکانات برابر کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist