• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اسلامي امارت: په کابینه کې بدلون نه راځي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/08

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، په کابینه کې بدلون نه راځي، خو په خبره یې د ځواکمنتیا لپاره یې کار روان دی.

کریمي زیاتوي:« کابینه کې بدلون په دې مانا نه ده، چې دا کابینه به بدلېږي، نورکسان به راځي. دا په دې مانا، چې سرپرسته کابینه به قوي کېږي، پاتې ادارو ته به هغه کسان راځي، چې هېوادنیو ګټو، اسلامي ارزښتونو او ملي روحیه ولري.»

اخوا نړیوال هم پر سرپرسته کابینه ملاحظات لري او په ټولشموله حکومت ټینګار لري.

حکومت کې د ښځو ونډه بیا هغه غوښتنه ده، چې د طالبانو حکومت یې د نړیوالو خولې ته ورکړی او د مشروعیت لپاره یې طالبانو ته شرطونه ایښي دي.

 شنونکی قریب الرحمن شهاب وايي:« راتلونکي نوي بدلونونه به زما په نظر ښایي ژور نه وي، خو ښایي ځینو مېرمنو ته سمبولیکه ونډه ورکړل شي او یا هم ځینې تخنیکي کسان په دویمو بستونو کې وګومارل شي، یو خو به وښيي، چې کابینه همه شموله ده او بل به نړیوالو او سیمې ته دا وښي، چې د دوی په اړه بیا فکر وکړي او حکومت یې پر رسمیت وپېژني.»

تر اوسه پورې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ټول ګډونه حکومت یو ګډ تعریف نه دی رامنځ ته شوی. 

شنونکي وایي، د ښې حکومتولۍ په برخه کې لاهم نړیوال پر طالبانو زیات باوري نه دي.

شنونکی شفیق همدرد وايي:« زما په نظر نړۍ، چې کومې غوښتنې د افغانستان له نوې واکمنۍ لري، حکومت رامنځ ته کول دي، د زده کړو او کار زمینې برابرول او دې ته اجازه ورکول دي، د لږکیو حقوق پر رسمیت پېژندل دي، ترهګرۍ سره د یوې روښانه مبارزې پالسي څرګندول او په دې اړه نړۍ باوري شوې نه ده.»

اسلامي ‌امارت وایي، کابینه به تر بشپړېدو او قوي کېدو سرپرسته وي او هڅې کوي، د پاتې ادارو لپاره وړ کسان وګوماري.

 اسلامي امارت د خپل سرپرست حکومت لپاره وخت نه ده ټاکلی، خو داسې ښکاري، چې که حکومت کې نورو سیاستوالو او ګوندونو ته واک ور نه کړل شي، نړیوال به ژر اسلامي امارت  پر رسمیت ونه پېژني. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ترک دولتونو سازمان افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی
افغانستان

د ترک دولتونو سازمان افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی

مې 25, 2025
د مخابراتو وزارت سرپرست تاشکند کې درې اړخیزه ناسته کې  ګډون کړی
افغانستان

د مخابراتو وزارت سرپرست تاشکند کې درې اړخیزه ناسته کې  ګډون کړی

مې 25, 2025
 د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه د حساب ورکولو بهیر پیل کوي
افغانستان

 د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه د حساب ورکولو بهیر پیل کوي

مې 25, 2025
چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي
افغانستان

چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي

مې 24, 2025
غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي
افغانستان

غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي

مې 24, 2025
د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې
افغانستان

د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې

مې 24, 2025

وروستي خبرونه

د ترک دولتونو سازمان افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی

د ترک دولتونو سازمان افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی

مې 25, 2025
د مخابراتو وزارت سرپرست تاشکند کې درې اړخیزه ناسته کې  ګډون کړی

د مخابراتو وزارت سرپرست تاشکند کې درې اړخیزه ناسته کې  ګډون کړی

مې 25, 2025
 د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه د حساب ورکولو بهیر پیل کوي

 د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه د حساب ورکولو بهیر پیل کوي

مې 25, 2025
چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي

چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي

مې 24, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

مې 24, 2025
غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي

غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي

مې 24, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist