ډېویډ پیټریوس وویل، له افغانستانه د ۱۸ زره قراردادي جنګیالو اېستلو نظامي اټموسفیر له روحي پلوه زیانمن کړی وو.
پیټروس زیاتوي،چې د افغانستان مدیریت کول اسانه،خو په خبره یې د دغه هېواد راخپلول ډېر ګران کار دی.
پېټریوس وايي:« موږ باید پر دې پوه شو،چې افغانستان عراق نه دی. افغانستان داسې یو ځای دی،چې تاسې یې اداره کولای شئ.خو تاسې یې ګټلی نه شئ. زه لا له وړاندې پوهیدم، چې دا حالت په یوه ناورین بدلیدوونکی دی. ما لا درې میاشتې وړاندې ویلي و،چې افغان ځواکونه له رواني پلوه ماته خوړلې ده.»
پیټریوس په افغانستان کې د امریکايي حکومت پر تېروتنو اعتراف وکړ او زیاته یې کړه، چې امریکا ډیر ژر له دغه هېواده پام د عراق لور ته اړولی او دلته یې ډېر تمرکز نه درلود.
پیټریوس زیاتوي:« د دې وضعیت ستر لامل دا دی،چې موږ نهه کلونه وړاندې له افغانستان سره خاص څه نه وکړي. زموږ د هېواد مشرانو ډېر ژر خپل پام له افغانستانه د عراق لور ته اړولی وو. دې کار ښه پایله ورنه کړه. زموږ ټول تمرکز پر عراق و. موږ په دې برخه کې ډېرې تیروتنې کړې دي.»
دغه متقاعد جنرال چې تازه له بوسنیا امریکا ته ستون شوی وايي، د دې وضعیت پایلې ډېرې له ټراژیډۍ او خواشینۍ ډکې دي او په کومه بڼه چې دا هرڅه بدل شول، باید داسې یې بدلون نه وای موندلی.