Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چارواکي: د اسلامي امارت له لیکو به استفاده کوونکي کسان واېستل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/07

د افغانستان اسلامي امارت د تصفيې کمېسيون مسوولین د خپلو ولايتي سفرونو په لړ کې دا ځل بلخ ولايت ته تللي او هلته یې په ولايت مقام کې له سيمه ييزو ملکي او نظامي چارواکو سره ناسته وکړې.

د اسلامي امارت د استخباراتو رئیس او د تصفيې کمېسيون مرستيال مولوي عبدالله غزنوي په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ، چې مفسد او ناوړه استفاده کوونکي افراد به له خپلو ليکو باسي او قانوني چلن به ورسره کوي. 

غزنوي زیاته کړه:« دا اسلامي نظام به هغه مهال په ښه ډول حاکمېږي، چې واقعا زموږ په ليکو کې اخلاص، تقوا، ديانت او له ملت سره ښه سلوک وي، په ليکو کې غدر، فساد او چور بايد په هېڅ صورت نه وي.»

د تصفيې کمېسيون مرستيال په خپلو خبرو کې همدا راز تائيد کړه، چې د اسلامي امارت  د راتګ په پيل کې د ملت ځورونې ځينې موارد ترسره شوي، خو زياتوي، چې له دې وروسته به يې مخنيوی کېږي. 

غزنوي زیاته کړه:« نن سبا موږ او تاسې ته ملت سترګې پر لار ده. له موږ او تاسې عدل، انصاف او محکمې ته د مجرم سپارل غواړي. په  دغه لومړي پړاو کې زموږ او تاسې له خوا ځيني داسې واقعات پېښ شول، چې په هغه کې د ملت ځورونه وه، همدا لامل وو، چې مشرانو د تصفيې دغه کمېسیون جوړ کړ.»

په ورته مهال شمال زون کې سيمه ييزو نظامي او ملکي مسوولينو د اسلامي امارت د مشرتابه د ياد اقدام ستاينه او ملاتړ وکړ او ډاډ يې ورکړ، چې په دې سره به د اسلامي امارت د ځواکونو صفوف تصفيه شي. 

د بلخ والي قدرت الله ابوحمزه وايي:« نن د صف د ډېروالي په خاطر يا نورو دنيوي اغراضو لکه د اعاشې او اباطې اخېستو په خاطر مفسد او غله او منفور کسان له ځانو سره بايد ونه ګرځو، که دا کار کېږي، دا به واقعا له شهيدانو او د هغوی له کورنيو سره جفا وي. موږ بايد خپله درک ولرو او دغسې کسانو ته ځای ورنه کړو.» 

د مزار د قول اردو قوماندان عطاالله عمري وايي:« په لیکو کې د ناوړه کسانو شتون زموږ د مشرانو، شهيدانو او فدايانو ارمانونه له منځه وړي، دې موضوع ته پاملرنه کول ډېره اړينه وه او خدای دې د اسلامي امارت مشرانو ته خير په نصيب کړی.»

د اسلامي امارت مسوولين وایي، په ټولو ولايتونو کې د تصفيې ځانګړي کمېسيونونه جوړوي، تر څو د ناوړه کړنو مخه ونيول شي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist