Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کې د مخکیني حکومت یو شمېر اداري او نظامي  کسان بېرته دندو ته غوښتل شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/07

د پکتیا اطلاعات او کلتور مشر خالقیار احمدزی وایې، ۲۰۳ تندر قول اردو او پکتیا امنیه قوماندانۍ ته د مخکیني حکومت یو شمیر اداري کارکوونکي را غوښتل شوي او یو شمېر سرتېرو سره هم اړیکې نیول شوي دي.

احمدزی زیاتوي، چې اسلامي امارت ټولو هغو امنیتي کارکوونکو ته اړتیا لري، چې په فساد ککړ نه وي او ښه مخېنه ولري.

احمدزی وايي:« نظامي ادارو ته هم کسان راغوښتل شوي، د امنیه قوماندانۍ ټوله تخنیکي ډله پر دندو ګومارل شوې، پوځیانو پسې هڅې روانې دي او له ځینو سره یې اړیکې هم نیول شوي دی.»

د پکتیا امنیه قوماندانۍ د پېژند مدیر مولوي حبیب الله وایي، د مخکیني حکومت د پولیسو یو شمېر منسوبین بېرته راغوښتل شوي او دا مهال پر دندو بوخت دي.

حبیب الله زیاته کړه:« مفسد کسان نه وي، په فساد ککړ نه وي ، عقیدوي کسان وي،هغه را غوښتل شوي او  له ماسره په اداره کې کار کوي.»

د پکتیا امر بالمعروف ادارې مشر مولوي جنت الله ابوبکر وايي، اسلامي امارت ملکي او امنیتي برخو کې ژمنو ځوانانو ته اړتیا لري او جذبولو ته به یې دوام ورکړي .

ابوبکر وايي:«هغه کسان چې دین او هېواد ته فادار وي،هغوی ته به موږ نظام کې ځای ورکوو. هغه خلک به دې نظام کې ولس ته خدمت کوي. دا د هر چا نظام دی او هر څوک په کې کار کولای شي.»

دا لومړی ځل دی، چې پکتیا کې د اسلامي امارت مسوولین امنیتي ادارو ته د مخکیني حکومت مامورین او سرتېري ورغواړي، خو ملکي ادارو ته بیا ټول مامورین له وړاندې ور غوښتل شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist