Skip to content
د ننګرهار والي په لارښوونه ټولو ريکشا چلوونکو ته خبر ورکول شوی، چې له دې وروسته د اسلامي امارت سرتېرو په ګډون هېڅ وسله وال کس ځان سره ريکشا کې ونه لېږدوي.
مسوولینو له خلکو هم غوښتي، چې په ريکشا کې د وسله والو کسانو په لېدو سره نږدې امنيتي مسوولينو ته خبر ورکړي.
چارواکو خبرداری ورکړی، چې د سرغړونې په صورت کې ريکشا چلوونکي سره قانوني چلند کېږي.
د مسوولینو په خبره، دا چاره د لا ډاډمن امنیت د رامنځته کېدو په موخه ترسره کوي.