د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، په هند کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې ناسته کې باید د سیمې هېوادونو استازي پر هغو مسایلو بحث او خبرې وکړي،چې د افغانستان له رسمیت پیژندلو سره مرسته کولای شي.
دوی وايي، په دغه ناسته کې دې د افغانستان د نړیوال مشروعیت لپاره د سیمې او نړۍ پرهېوادونو غږ وشي او ژمنې دې ترې واخېستل شي.
شنونکی عزیز معارج وايي:« د افغانستان د رسمیت پیژندنې په هکله دې د سیمې او نړۍ هېوادونو باندې غږ وشي او دې پروسې ته دې ځانګړی میکانیزم جوړ شي. په دې تړاو له دوی ژمنې واخېستل شي او بل خوا نوي حقیقي تازه او مشروع شرایط طالبانو ته وړاندې شي او له طالبانو سره په اداري او اصلاحي چارو کې مرسته او همکاري وشي.»
شنونکي وايي،هند د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره ښه ملګری پاتې شوی او اوسنی اقدام یې چې د افغانستان په تړاو سیمه ییزه ناسته جوړوي، د افغانانو لپاره ګټور ګام دی.
شنونکي حکمت الله حکمت وايي:« په حقیقت کې د هندوستان ناسته به د افغانستان له اوسني وضیعت سره مرسته وکړي،ځکه دغه هېواد له افغانستان سره د ښو اړیکو اوږد تاریخ لري او هندوستان په معاصر تاریخ کې هم له افغانستان دښمني نه بلکې دوستي یې پاللې ده.»
خو لاهم دافغانستان په تړاو د ناستو جوړېدو پرروانې لړۍ شکونه شته، هغه داچې هغه هېوادونه چې په خپل سره د افغانستان په تړاو غونډې جوړوي، له افغانانو سره مرسته نه شي کولای.
شنونکي په دې باور دي، هغه ناسته کې چې دافغانستان استازی برخه ونه لري،بې پایلې دي.
شنونکی طارق فرهادي وايي:« نور هېوادونه ناستې د خپلو ګټو لپاره جوړوي او ځینو مواردو کې داسې ناستې دي،چې خدای دې وکړي چې دافغانستان ته یې ضرر ونه رسیږي او کله چې په یوه ناسته کې د افغانستان استازی نه وي،هغه ناسته د افغانستان لپاره مثبته نه شي کیداي.»
ټاکل شوې ده،چې د روانې نومبر میاشتې پر ۱۷ نیټه د هند په نوي دهلي کې د افغانستان په تړاو ناسته جوړه شي، چې د سیمې هېوادونو د امنیت شوراسالاکاران به په کې ګډون ولري،خو اسلامي امارت ته په دغه ناسته کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې او پاکستان په کې خپل ونډه اخېستل رد کړي دي.