د افغانستان پاسپورټ ریاست مسوولین وايي، په تېرو څو ورځو کې یې شااوخوا ۴۰ کمیشنکاران نیولي دي.
مسوولین وايي، دغو کمېشنکارانو د پاسپورټ په بدل کې له خلکو پیسې اخیستې دي.
دوی وايي، ځینې کمېشنکاران د پاسپورټ ریاست خپل مامورین وو ،چې له وظیفو اخراج کړل شوي او په خبره یې قانوني چلن به ورسره وشي.
د پاسپورټ ریاست د مالوماتو له مخې، په تېره یوه میاشت کې ۸۰ زره پاسپورټونه وېشل شوي او له درکه یې د دولت بودیجې ته ۳۸۰ میلیونه افغانۍ ټولې کړې دي.