د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، له ګاونډیو،سیمې او د نړۍ هېوادونو سره ښې او متقابلې اړیکې غواړو.
مجاهد وايي، ښه همکاري د سیمې پر امنیت مستقیم اغېزه لري او غواړي له خپلو ټولو ګاونډیانو سره، په سوداګرۍ، ټرانزیټ او نورو بېلا بېلو برخو کې ښه همکاري ولري.
هغه زیاتوي،چې له تاجکستان سربېره له خپلو ټولو ګاونډیو سره ښې اړیکې، اقتصادي راکړې ورکړې، ټرانزیټ او راشه درشه غواړي.
که څه هم تاجکستان تل د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنې کوي او له افغانستانه وېره هم لري، خو مجاهد ډاډ ورکړ،چې د افغانستان له خاورې به تاجکستان ته هېڅ ډول ګواښ پېښ نه شي.
له دې سره مجاهد وايي، له تاجکستان هم غواړي،چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.