Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

روسیې یو ځل بیا له افغانستانه د موجوده ګواښونو له امله اندېښنه ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/06

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا د افغانستان له خاروې د نشه یي توکو او ترهګرۍ ګواښونه موجود دي او روان دغه حالت روسیې ته ګواښ پیښولی شي.

د یاد وزارت ویانده ماریا زاخاروا زیاتوي:« زه دا تائیدوم،چې موږ ته له افغان خاورې د نشه يي توکو او ترهګرۍ ګواښونه موجود دي. په ټوله کې په سیمه او دغه هېواد کې حالات ښه نه دي،چې دا حالت موږ ته ستونزې پیښولای شي. زه باید ووایم،چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته هم په دې حالت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.»

د سیاسي چارو شنونکي بیا وایي، که ګاونډیو هېوادونو ته د ترهګرو ګواښونه موجود دي، بیا دي په دې برخه کي له موجوده نظام سره همکاري وکړي،ترڅو د ترهګرو ډولو ګواښونه له منځه ولاړ شي.

شنونکی محمدنبي افغان وايي:« ښه خبره به  دا وي،چې د سیمې هېوادونه د افغانستان له شته نظام سره همکاري وکړي، ترڅو د دغو پدیدو، ناخوالو  او یا ګواښوونو پر ګډه مخه ونیول شي.» 

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مرستیال بلال کریمي بیا ژمنه کوي،چي له افغانستانه هېڅ ګاونډي هېواد او په ځانګړې توګه  نړیوالو ته ګواښ موجود نه وي،خو د دې ګواښونو د مخنیوي لپاره باید نړیوال اسلامي امارت پرر رسمیت وپیژني، ترڅو راون ګواښونو په تړاو ښه مبارزه وکړي.

کریمي زیاته کړه:« د اسلامي امات له خپل لوري ټولو هېوادونو ته، هغه که ګاونډي هېوادونه دي او که د نړۍ نور هېوادونه دي، ډاډ ورکوي،چې د افغانستان له خاورې به هېچا ته ګواښ نه متوجې نه وي. خو د دې هېلې د بشپړېدو لپاره او د ټولو اندېښنو له منځه وړلو لپاره تر ټولو مهمه دا ده،چې د نړۍ هېوادونه په ځانګړې توګه ملګري ملتونه د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني. دغه راز د افغانانو هغه کنګل شوې شتمني ازاده کړي.»

څو ورځي وړاندې امریکا ویلي وه،که په افغانستان  کې د داعش پرضد مقابله ونه شي ،په شپږو میاشتو کي د دې امکان شته دی،چي له افغانستانه پر امریکا برید وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist