د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي،د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د بشري فعالیتونو برخه کې د ښځو په پوره ونډې اخېستو بریالي شوي دي.
یادې ادارې ویلي، له سیمه ییزو مسوولینو سره هوکړې ته رسېدلي،چې د هغو ښځو شمېر زیات شي،چې د بشري مرستو د رسولو په برخه کې کار کوي.
بل پلو اسلامي امارت ویلي، په هغو سیمو کې چې د ښځو فعالیتونه اړین وي، کومه ستونزه نه لري،چې هلته ښځې برخه واخلي.
امارت ویلي، د ښځو فعالیتونه به په هر سکټور کې په یوه چوکاټ کې تنظیم شي.