Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

یونیسف: افغانستان کې د پوهنې سکتور ملاتړ ته دوام ورکوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/04

د افغانستان لپاره د یونېسف ادارې د پوهنې برخې مشرې جینیت ویګیلار ویلي،له افغان ښوونکو سره په مستقیم ډول مالي مرستې کوي.

ویګیلار وايي:« یونیسف داسې یو سیسټم جوړوي،چې له مخې به یې د افغانستان ښوونکو ته د ځايي واکمنانو له لاسوهنې پرته په مستقیم ډول معاشونه ورکول کېږي. افغانستان کې د نجونو د زده کړو ملاتړ یوازینی لار دا ده،چې د ښوونکو او ښوونځیو ملاتړ وشي. موږ په مرستندویانو غږ کوو،چې د افغانستان ماشومان هېرنه کړي.»

ویګیلار ویلي،د یادو مرستو لپاره یو سیسټم په پلان کې لري،چې له مخې به یې د افغانستان ټول ښوونکي په کې ثبت کېږي او مرستې به د طالبانو له دخالت پرته په مستقیم ډول ورکول کېږي.

خو اسلامي امارت بیا که څه هم د یادو مرستو هرکلی کوي او اړینې یې بولي،خو خبرداری ورکوي،چې دا مرستې به د دوی تر څار لاندې ترسره کېږي.

د اسلامي امارت د مطبوعاتو غړی بلال کریميوايي:« ټول هغه نړیوال مرستندویان،چې له افغانستان سره مرستې کوي،موږ یې هر کلی کوو او د مرستې ژمنه ورسره کوو. د یونیسف دا مرستې به هم په افغانستان کې د اسلامي امارت تر څار لاندې ویشل کېږي.»

د سیاسي چارو شنونکي وايي،طالبان باید په اوسني وضعیت کې د دغو مرستو هرکلی او ملاتړ وکړي او په مقابل کې یې د نړیوالو سالمو غوښتنو ته هم مثبت ځواب ووایي.

شنونکی توریالی ځاځی  وايي:« د یونیسیف مرستې یو ښه اقدام دی او طالبان یې باید منندوی واوسي. طالبان هم باید د نړیوالو سالمو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي. دا مرستې به د هېواد له پوهنې سکتور سره ډېره مرسته وکړي.»

له څه باندې دوه نیمو میاشتو راپدیخوا چې اسلامي امارت پر ټول هېواد واکمن شوی،د نجونو منځني ښوونځي او لیسې تړل شوي،چې له امله یې کابو درې میلیونه زده کوونکي له زده کړو وروسته پاتې دي.

اسلامي امارت بیا ډاډ ورکوي،چې پر ځانګړي میکانیزم یې کار پيل کړی او د وروستي کېدو په حال کې دی او نږدې راتلونکې کې به د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

مالیې وزارت هم تازه خبر ورکړی دی،چې د پوهنې وزارت په ګډون د پنځه وزارتونو تنخواوې تادیه کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist