• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کې چارواکي: پر مدني فعالیتونو هېڅ ډول بندیز نه شته

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/04

پکتیا کې د چهار شنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د لړم پر ۱۱ مه» د اسلامي امارت چارواکو له یو شمېر مدني فعالانو سره ناسته کې دوی ته ډاډ ورکړ، چې پر مدني فعالیتونو هېڅ ډول بندیز نه شته دی. 

د اطلاعاتو او کلتور مشر خالقیار احمدزی وايي، مدني فعالان دې د پخوا په څېر خپل فعالیتونه پیل کړي او د نورو چارو تر څنګ اجازه ورکول کېږي، چې پر نظام رغنده نیوکې وکړي او نیمګړتیاوې یې ور په ګوته کړي. 

احمدزی وايي:« مدني فعالانو ته ډاډ ورکوو، چې د پخوا په څېر به ستاسو فعالیتونه روان وي. پر نظام او جوړښت یې رغنده نیوکې کولی شي، که هر څوک نیوکه کوي، امارت ورسره ستونزه نه لري.» 

د پکتیا د امر بالعمروف ادارې مشر جنت الله ابوبکر اسلامي امارت د خلکو نظام بولي او له ځوانانو غواړي، چې خپل یې وګڼي او همکاري ورسره وکړي. 

ابوبکر زیاته کړه:«داسې نظام راغلی، چې د هر چا حقونه به په کې خوندي وي، ځوانانو ته دغه روحیه او ډاډ ورکوو، چې دغه نظام یوازې د طالب نه دی، نظام دې خپل وګڼي او همکاري دې ورسره وکړي.»

مدني فعالان د اسلامي امارت له لوري د مدني فعالیتونو اجازه ورکول د خوښۍ خبر بولي او وایي، د پخوا په څېر به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

مدني فعال رحمت الله عرفان وايي:« ځوانان کولی شي، خپل فعالیتونه وکړي او دلته راشي کار وکړي دا یو ښه زیری دی. ما ډېری داسې ځوانان لیدلي، چې زړونه یې مات شوي او فکر کوي، چې امارت د فعالیتونو اجازه نه ورکوي.»

مدني فعال احمدالله احمدي وايي:« د مدني ټولنو استازو ته یې وویل، تاسو کولی شئ، پکتیا کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړئ. دا د مدني ټولنو لپاره یو ښه خبر دی.»

مسوولین وايي، عدلیې وزارت د مدني ټولنو په اړه پر یوه  طرزالعمل کار کوي او تر هغې چې وروستی کېږي فعالان کولی شي، چې خپل فعالیتونه په ډاډه زړه تر سره کړي. 

 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي
افغانستان

چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي

مې 24, 2025
غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي
افغانستان

غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي

مې 24, 2025
د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې
افغانستان

د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې

مې 24, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی
افغانستان

شاهین: هند او ایران پوه شوي چې اسلامي امارت د پاکستان تر نفوذ لاندې نه دی

مې 24, 2025
د کډوالو حقونو شبکه: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي
افغانستان

د کډوالو حقونو شبکه: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي

مې 24, 2025
د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پروسه له سره څېړو
افغانستان

د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پروسه له سره څېړو

مې 22, 2025

وروستي خبرونه

چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي

چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي

مې 24, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

مې 24, 2025
غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي

غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي

مې 24, 2025
د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې

د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې

مې 24, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی

شاهین: هند او ایران پوه شوي چې اسلامي امارت د پاکستان تر نفوذ لاندې نه دی

مې 24, 2025
د کډوالو حقونو شبکه: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي

د کډوالو حقونو شبکه: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي

مې 24, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist