له ازبکستانه پاکستان ته د مالونو لومړۍ لارۍ پرون رسیدلي، چې هلته یې پاکستاني او ازبک چارواکو هرکلی کړی دی.
د پاکستان او ازبکستان ترمنځ د افغانستان له لارې د سوداګرۍ تړون د روان کال په جولای میاشت کې د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند کې شوی و.
د دغه تړون له مخې، په دواړو هېوادونو کې به د یوه او بل هېواد لارۍ موټر تګ راتګ کوي.
ازبکستان به د پاکستان کراچۍ بندر او پاکستان به بیا د ازبکستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لاسرسی ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د هند بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې پاکستان اجازه نه ورکوي افغانستان ته مرسته شوي غنم ولېږدول شي.