پر افغانستان د نړیوالو له خوا د وضع شويو اقتصادي بندیزونو سربیره، میلیونونه افغانان له فقر سره مخ دي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري،خو ځينې ګاونډي هېوادونه بیا د مرستو رسولو پرځای د افغانانو لوږه کې هم خپلې ګټې او اهداف لټوي.
تازه د بهرنیو چارو وزارت پاکستان تورن کړی دی،چې له افغانانو سره د دوی له خوا مرسته شوي غنمو ته د انتقال اجازه نه ورکوي،چې افغانستان ته یې ولېږدوي.
یاد وزارت ویلي،غواړي په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره افغانانو سره د پنځوس زره متریک ټنه غنمو مرسته وکړي، خو پاکستان له خپلې خاورې نه دغې مرستې ته د تېرېدو اجازه نه ورکوي.
په همدې حال کې د صنعت او سوداګرۍ خونې چارسمبالی محمد یونس مومند وايي،که هند ریښتیا غواړي، دغه مرسته وکړي او که پاکستان اجازه نه ورکوي،د چابهار بندر له لارې دې افغانستان ته انتقال کړي.
مومند زیاته کړه:« موږ نورې لارې هم لرو،چابهار لاره هم شته،نو هغه هېواد چې غواړي،راسره مرسته وکړي،بهانې دې نه کوي او دغه هېواد چې ټرانزیټ ترې کېږي،دوی هم باید اسانتیاوې برابرې کړي.»
شنونکي د افغانستان په تړاو د پاکستان پر نیت شکمن دي او نیوکه کوي،چې یاد هېواد هېڅکله له افغانستان سره ریښتینې اړیکې نه دي پاللي او د افغانستان او هند نږدیوالی نه شي زغملی.
دوی وايي، پاکستان غواړي،ڼپر افغانستان حاکمیت ولري او هڅه کوي،چې له افغانانو سره هر ډول مرستې د دوی په مشوره او خوښه ترسره شي.
شنونکی یوسف امین ځاځی وايي:«دوی غواړي،چې په افغانستان باندې دوی حاکمیت ولري.د دوی په خولې او اجازې باید هر څه وشي،خو دوی نه پوهېږي،چې دا ارمان به دوی ګور ته یوسي.»
هند ویلي، له تیرې شااوخوا یوې میاشتې راهیسې له پاکستانه اجازه غواړي،چې د دوی له خوا افغانانو سره پنځوس زره میټریک ټنه مرسته شوي،غنم افغانستان ته را انتقال کړي، خو تر اوسه پاکستان مثبت ځواب نه دی ورکړی او یادې مرستې یې ځنډولې دي.
هڅه مو وکړه،چې په دې تړاو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نظر هم ترلاسه کړو، خو بریالي نه شو.