د لوړو زده کړو سرپرست وزیر نن په کابل کې د ایران سفیر سره لیدنه کې د افغان محصلینو او کډوالو د ستونزو په هکله بحث او خبرې کړي دي.
سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني دایران سفیر بهادر امینیان سره لیدنه کې ویلي، چې د دوه اړخیزو اړیکو د ارزونې او افغان محصلینو او کډوالو د ستونزو څېړلو لپاره تهران ته یو تخنیکي ټیم لېږي.
بهادر امینیان بیا سرپرست وزیر ته ډاډ ورکړی، چې تلونکي پلاوي سره د همکارۍ سربېره به تهران په تحصیلي برخه کې خپلې تجربې کابل سره شریکې کړي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر داسې مهال ایران کې دمېشتو افغان محصلینو د ستونزو پر حل ټینګار کوي، چې په کور دننه ټول دولتي پوهنتونونه تړلي دي.