د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د انارو یو شمېر بڼ وال وايي،د وچکالۍ او اوبو کمښټ له امله یې سږکال حاصلات کم شوي او په وینا یې تمه نه لري،چې حاصلات به یې لګښتونه پوره کړي.
د تګاب والسوالۍ د انارو یو تن بڼ وال وايي:« سږ کال ستونز دا ده. دا اوبه چې موږ راتړلي، تر هغه ځايه پورې شږ ساعته مزل دی. اخندزاده ګان ورته وايي، له هغه ځایه يې راتړو، تر دې ځایه شږ ساعته لاره ده. نو يو ساعت کې دا اوبه دلته رارسيږي،چې په یو ساعت باندې راځي درې زره افغانۍ. هغې باندې يو باغ اوبه کېږي، نو چې حساب يې کړې،څه نه پاتې کیږي.»
د تګاب ولسوالۍ د انارو یو بل بڼ وال بیا وايي:« سږ کال حاصل بيخي خراب وو. د اوبو ستونزې ډېرې زيات وې. له اته یا نهه کيلو متره له لرې ځایه مو اوبه راتېرولې.»
بڼ وال وايي، سږکال یې د بڼونو اوبو کولو لپاره تېل اخيستي، خو اوس حیران دي،چې حاصلات به یې لګښتونه پوره کړي او که نه.
د تګاب ولسوالۍ د انارو یو تن بڼ وال وايي:« سږ کال دې بڼ ته ما د ۶۴ زره افغانيو تېل اخيستي دي، نو ګوره، که کومه دانه پاتې وي او څه شی ورڅخه لاسته راشي. که زه دروغ وايم دا دي دوه ورونه ناست دي، له دوی پوښتنه وکړئ.»
د تګاب ولسوالۍ دا بڼونه د نغلو اوبو بند ته په څو کېلو مټرۍ کې موقعیت لري،خو د سیمې خلکو په وینا دا چې تیر حکومت اوبه نه دي مدیریت کړي،سږکال یې بڼونه د پيسو په زور اوبه کړي دي.
د تګاب ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« ستونزه دا ده،چې مشر نه لرو،که مشر مو لرلی،نو دا پاس غر دی څوک ورته کوه وايي، د دې په منځ کې سيند روان دی، دغه سيند چې دې ډنډ ورنه سرچینه اخېسته ، نو ځي دغه اوبه مخ په پاکستان روانې دي. ولې موږ ټيټ پراته يو، اوبه په غره کې دي، دومره څوک نه شته دی،چې دغه اوبه راتاوې کړې،چې دلته زموږ بڼونه له تندې وسوځېده. انار مو په دې رقم خرابيږي.»
تجاران هم مني، چې د اوبو نشتون له امله د انارو کيفيت خراب دی او سږ کال ورته تقاضاء کمه شوې ده.
يوازې د اوبو نه شتون هم نه دی،چې د بڼ والو له پاره یې سږ کال ستونزې جوړې کړې وې، بلکې د تېرې مياشتې په جريان کې د تورخم او نورو لويو لارو تړل کېدو سره بهر ته د انارو صادارت کم شوي، چې له امله یې بڼ والو او سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.