د ایران، پاکستان او امریکا په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو او سازمانونو په کابل کې د سردار محمد داوود خان پر څلور سوه بستریز روغتون پرونی برید غندلی او دې برېد ته یې توند غبرګون ښودلی دی.
دافغانستان ګاونډی هېواد ایران، چې په سیمه کې د داعش ډلې له فعالیتونو سخته اندېښنه لري، دغه برید یې غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د ایران بهرنیو چارو وزارت :« ایران د ملکي وګړو پر وړاندې د هر ډول ترهګریز برید غندنه کوي. موږ د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوو او د ټپیانو لپاره بېړنۍ روغتیا غواړو.»
د افغانستان بل ګاونډي هېواد پاکستان هم دغه برید غندلی او د ملکي وګړو هدف ګرځول یې د وحشت خپرول او نه بښونکی جنایت بللی دی.
د پاکستان بهرنیو چار وزارت :« موږ په دغه برید کې د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي کوو او د هغوی درد خپل درد ګڼو او د دا ډول ترهګریز برید غندنه کوو. موږ په دې مرګوني برید کې له ټپیانو سره هم خواخوږي کوو او د هغوی د بېړنۍ روغتیا هېله لرو.»