Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې پر روغتون برید؛ د بریدګرو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/03

پر سردار محمد داود خان روغتون د تېرې ورځې برید کې پنځه بریدګر او اوه نور کسان وژل شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د تېرې ورځې برید د ۵ داعشیانو په له منځه وړلو سره پای ته ورسېد.

مجاهد ویلي، د برید پر مهال د روغتون د باندې درې ښځې، یو ماشوم او درې د اسلامي امارت مجاهدین وژل شوي دي.

دغه راز په یاد برید  کې ۵ نور کسان بیا ټپیان شوي هم دي.

که څه هم د دغه برید مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو اسلامي امارت یې پړه پر داعش ډلې اچوي او داسې اوازې هم دي، چې دوه کسان یې ژوندي نیولي، چې بهرنیان دي.

دغه برید په کور دننه او بهر په کلکو ټکو غندل شوی دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د غندنې ترڅنګ دا برید د بشر ضد او د بهرنیانو دسیسه ګڼلې او د دې دسیسو د پای لپاره یې د حالاتو پر سم درک او یووالي ټینګار کړی.

ډاکټر عبدالله عبدالله هم پر یاد روغتون برید په کلکو ټکو غندلی او زیاته کړ یې ده، چې د روغتون په څېر عامه ځایونه باید امن وي.

یوناما هم یاد برید ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې پر روغتونونو او ملکي خلکو بریدونه د بشري حقونو او نړېوالو قوانینو څخه سرغړونه ده.

یوناما غوښتنه کړې، چې د پېښې عاملین دې د قانونو منګولو ته وسپارل شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist