د ملګروملتونو امنیت شورا د روانې نومبر میاشتې پر ۱۷ مه ناسته جوړوي،چې غړي هېوادونه به په کې افغانستان کې د روان وضعیت په اړه مهم بحثونه او پرېکړې وکړي.
د سیاسي چارو شنوونکي په دې اند دي،چې ملګري ملتونه یو ستر نړیوال حقوقي بنسټ دی او خبرې یې تر ډېره اغیزمنې تمامېدای شي.
سیاسي شنوونکی عزیز معارج وايي:« ملګري ملتونه د یوه نړیوال حقوقي بنسټ په توګه چې پر ټولو هېوادونو اغیز لري او همدا راز د طالبانو او امریکا په تړون کې چې په دوحه کې وشو، هلته یې هم حضور درلود، دې مسایلو ته په کتو سره د نومبر د ۱۷مې نیټې ناسته د طالبانو پر حکومت او د افغانستان پر اوسني وضعیت ډېر اغیز کوي.»
شنوونکي وایي،که څه هم د تیرو ناستو پایلې تر دې دمه ډیرې ملموسې نه وې،خو د مصلحت ژبه تر بلې هرې حل لارې غوره ده او باید د راتلونکو نړیوالو ناستو هرکلی هم وشي.
شنوونکی صلاح الدین سعیدي وايي:« که څه هم د ملګرو ملتونو تر څار لاندې تیرو کنفرانسونو کومه ملموسه پایله نه ده ورکړې،خو په مجموع کې د استقبال وړ دي. هماغسې چې مو وویلي،سیاسي مصالح درست انساني او پر ځای حرکت دی. خو د مخکې وړلو میتودونو او طریقه بنیادي خبرې دي. له هغوی استقبال کوو،ځکه د افغانستان غمیزې، ژمي، کورونا وبا او نورو ستونزو ته باید رسېدنه وشي.»
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په څه باندې دوه میاشتو کې په سیمه ییز او نړیوال سټیج د مسکو، تهران، جي شل او ملګرو ملتونو سترې ناستې شوي دي.
اوس د ملګروملتونو د امنیت شورا را روانې ناستې ته چې پنځلس ورځې وروسته ترسره کېږي،تمې شته،چې د افغانانو بد ا قتصادي وضعیت او بشري ناورین په مهار کې به مرسته وکړي.