Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شمال زون کې غالۍ اوبدونکي او سوداګر: کارو بار مو خورا خراب شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/03

غالۍ اوبدل په شمال زون کې د ځايي اوسېدونکو پخوانی او مهم اقتصادي صنعت ګڼل کېږي، خو اوس اندېښنې موجودې دي، چي د يو لړ ستونزو له امله د غالیو کاروبار په بې ساري ډول ټکنی شوی دی. 

شمال زون کي د غالیو اوبدونکو ټولنې مسوول عبدالستار بېکزاده وايي، د افغاني غالیو لپاره په نړيوال بازار کې د تقاضا کموالی، د صادراتو پر وړاندې خنډونه او د خامو موادو کمښت د دې لامل شوی، چې د غاليو ډېری توليد خونې سقوط شي.

بېکزاده وايي:« د بيلګې په ډول يو شرکت چې له درې زره تر څلور زره د غالۍ اوبدلو کارګاوې درلودې، هغه شرکت اوس خپل فعاليت ځنډولی دی. لامل یې دا دی، يو خو بهرني بازار کې د غاليو لپار تقاضاء کمه شوې، بل دا چې د صادراتو لارې بندې دي او درېيم دا چې سوداګر د روان حالت پر راتلونکي باوري نه دي.»

د غالیو سوداګر وايي، په بانکونو کې د پيسو بندېدو او همدا راز د يو شمېر صادراتي لارو تړل کېدو سره يې د خپلو کار خونو ډېری کار کوونکي رخصت کړي دي.

د غاليو سوداګر شهاب الدين وايي:« يو دا چې د صادراتو لپاره پيسې په کار دي، چې هغه له بده مرغه په بانکونو کې بندې دي. بل دا چې د صادراتو لپاره له نړۍ سره د راکړې ورکړې لپاره پرانيستو لارو ته اړتيا ده، چې اوس له بده مرغه افغانستان له دغې ستونزې سره مخ دی.»

د غالۍ اوبدلو شرکت مسوول مصطفی وايي:« موږ خپله ۲۰۰ تنه کارکوونکي يا  غالۍ اوبدونکي درلودل، هر کال مو له درې تر څلور زره متر مربع غالۍ اوبدلې او بهر ته مو د پلور لپاره لېږلې، خو اوس زموږ کارمنان ۲۰ کسانو ته راټيټ شوي. توليدات مو هم نږدې پر ټپه ولاړ دي.»

په ورته مهال د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور مشر ذبیح الله نوراني وايي، له ازبکستان سره د وارداتو او صادراتو پر مخ لاره پرانيستې ده او په وینا یې هڅه کوي، چې د نورو توکو تر څنګ د افغاني غاليو د صادراتو برخه کې هم اسانتياوې رامنځته کړي.

نوراني زیاته کړه:« د ازبکستان له لارې نورو هېوادونو ته د افغاني غالیو او نورو توکو د صادرولو لپاره اوس زمينه برابره شوې ده، له دې لارې په ګټنې موږ کولای شو، چې خپل توليدات نورو هېوادونو ته ولېږو. موږ خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې دغې برخې ته مو پاملرنه زیاته ده.»

بلخ کې د وطني غاليو اوبدونکي او سوداګر همدا راز شکايت کوي، چې افغانستان ته د ټيټ کيفيته بهرنيو ماشيني غالیو په واردولو سره د افغاني غاليو پېر او پلور هم زيانمن شوی دی. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist