د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي، د دوی موندنې ښيي چې د تېر کال له نومبر میاشتې بیا د روان کال همدې میاشتې پورې ټول ۱۲ افغان خبریالان وژل شوي او ۲۳۰ نور تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.
دغې کمېټې پرون د نومبر پر دویمه نېټه د ژورنالیستانو پر وړاندې د مجازاتو د معافیت د ختمېدو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې دا خبره کړې ده.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په خبره، پر افغانستان د طالبانو د ولکې ټېنګولو پر مهال هم د یوه خبریال د وژل کېدو او د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۷ قضیې ثبت شوي دي.