د کندز، کندهار او تازه د کابل له وروستي خونړي برید وروسته تحلیل کوونکي وايي، که نړۍ د اسلامي امارت پر رسمیت ونه پیژني او نړیوال مشروعیت ورنه کړي،دا هېواد به یوځل بیا د جګړې په ډګر بدل شي،چې سیمه او نړۍ به یې هم له بدو پایلو خوندي پاتې نه شي.
دوی وايي، غوښتنه یې دا ده،چې نړیوال دې له اقتصادي پلوه افغانان نه یرغمل کوي اوسنی نظام دې پر رسمیت وپیژني،ترڅو افغان ولس له غربته ووځي.
د ولسي جرګې پخوانی غړی کمال ناصر اصولي وايي:« نړیوال باید د افغانستان دیرش ملیونه وګړي یرغمل نه کړي،فعلي نظام چې هر ډول کېږي،باید پر رسمیت یې وپیژني،چې د افغانانو اقتصادي روابط له نړۍ سره دوام پیدا کړي او له فقر ووځو. که وضیعت په همدا ډول وي او افغانستان پر رسمیت ونه پیژندل شي، پایلې به یې لا نورې ترخې وي،هغه دا چې د ناامنیو زیاتیدو ترڅنګ افغانستان به د یوې جګړې پر ډګر بدل شي.»
په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ وايي، په اوسنیو شرایطو کې طالبان له ملي او بین المللي عدم مشروعیت ننګونې سره مخ دي او وضیعت به ترهغې ښه نه شي،چې اسلامي امارت د دغه مشروعیت د تر لاسه کولو لپاره هڅې ونه کړي او په دغه برخه کې خپله پالیسي بدله نه کړي.
بارکزۍ وايي: «طالبان له سترو ننګوونو سره مخ دي او له ټولو مهم یې داخلي مشروعیت او بین المللي رسمیت دی. ترهغې به روان ناورین پای ته ونه رسېږي،چې طالبان د داخلي مشروعیت او نړیوالې رسمیت پیژندنې لپاره هڅې ونه کړي او خپلې پالیسۍ او ستراتیژۍ ته تغیر ورنه کړي او هغه نورمونه او قواعد ونه مني،چې نړۍ او د افغانستان خلک یې ترې غواړي.»
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی طارق فرهادي بیا وايي، په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان لپاره نړیوال مشروعیت مهم دی او اسلامي امارت مسولیت لري،چې د حاکم ځواک په توګه هغه شرایط پوره کړي،چې د نړیوال مشروعیت لپاره اړین او مهم یادیږي.
فرهادي زیاتوي: «تر هغې چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر قبول نه شي،خپل اصلي او حقوقي مشروعیت نه شي ترلاسه کولای. اسلامي امارت د یوه حاکم قدرت په توګه مکلف دی،چې ځینې کارونه وکړي، ترڅ، نړیوال مشروعیت لاسته راشي.»
که افغانستان په همدې توګه له نړۍ سره په پرې اړیکو کې پاتې شي، افغانان به له خپلو ټولو نړیوالو اقتصادي او بشري حقونو بې برخې وي او له اقتصادي بحران سره به مخ شي.
اسلامي امارت سره له د ې چې سیمې او نړۍ ته له افغان خاورې نه د ګواښ نه پيښيدو ډاډ ورکړی،ټنیګار لري چې د نړیوال مشروعیت لپاره یې ټول شرطونه پوره کړي او اوس دې نړۍ خپل مسوولیت ادا کړي.