د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، په هېواد کې اقتصادي حالت او ملي ګټې ایجابوي، چې ټول افغانان په هره راکړه ورکړه کې افغانۍ کرنسۍ وکاروي.
مجاهد ویلي، اسلامي امارت ټولو هېوادوالو، هټیوالو، سوداګرو، کسبه کارانو او عامو خلکو ته لارښونه کوي، چې له دې وروسته به هر ډول راکړه ورکړه په افغانۍ کوي او د بهرنۍ کرنسۍ له کارولو به په کلکه ډډه کوي.
نوموړي زیاته کړې، د بهرنۍ کرنسۍ استعمالول د هېواد په اقتصاد منفي اغېز کوي او ټولو هېوادوالو ته يې زیان رسېږي.
مجاهد ګواښ کړی، چې که څوک له دې حکم سرغړونه وکړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.