یاد برید افغانان ویرولي او زیاتوي،چې په وروستیو دوه میاشتو کې د داعش ډلې له خوا سترو خونړیو بریدونو هغه ادعاوې غلطې ثابت کړې،چې ګواګې داعش ډله له پښو غورځېدلې ده.
شنونکی سید اسحاق ګیلاني وايي:« داعش په ټول قوت په افغانستان کي موجود دی،که اسلامي امارت له خلکو سره مینه ونه کړي او د خلکو باور حاصل نه کړي،هره چاودنه چي په هر ولایت کي کېږي،هغه هیلي چي خلک له امارت څخه لري،ډیر ژر به ناهیلي شي.»
شنونکي دغه وضعیت ناهیلی کوونکی او د افغانستان راتلونکې لپاره ګواښوونکی بولي او د بریدونو په مخنیوي ټینګار کوي.
شنونکی شعور نیازی وايي:« که دغسي پیښي کېږي،د خلکو رواني حالت نور هم زیانمن کېږي او خلک له روان حالته ناهیلي کېږي.»
دا پر سردار محمد داود خان روغتون د داعش ډلې دویم خونړی برید دی،چې ترسره کېږي او یاده ډله په کې د لسګونه کسانو د وژلو ادعا کوي.
تیر برید په ۲۰۱۷ کال کې ترسره شوی وو،چې له امله یې له ۳۰ زیات کسان وژل شوي وو او له ۵۰و زیات ټپيان وو.