د کابل والي قاري احمد الله بدر د دوشبنې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د لړم پر ۱۰ مه» د اسلامي امارت لېکو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په تېره شل کلنه جګړه کې د وژل شویو کسانو له ماشومانو سره ناسته کې ډاډ ورکړ،چې د زده کړو زمینه به ورته برابره کړي.
بدر وايي، اسلامي امارت هڅه کوي، د يتيمو ماشومانو له پاره د زده کړو او ژوند کولو نور سهولتونه برابر کړي.
بدر زیاته کړه:« دوی کې داسې هم شته،چې د ځوانۍ مرحلې ته رسيدلي دي. دوی به له خيره د اسلامي امارت په چوکاټ کې اسلامي نظام ته خدمت کوي.»
د اسلامي امارت ځنې نور چارواکي بیا وايي، خوښ دي،چې د اسلامي امارت مسولين يتيمو او بې سرپرسته ماشومانو ته رسېدنه کوي او هېله يې وښوده،چې په راتلونکې کې هم ورته اقدامات ترسره کړي.
د اسلامي امارت یو چارواکی:«بعضو خلکو به ویل،چې د اسلامي امارت مشران به بيا يتيمان نه يادوي. بيا به کونډې نه یادوي. بيا به شهيدان نه يادوي. شکر الحمد لله نن خپل مشران د يتيمو ماشومانو په خوا کې ګورم.»
له بېلا بېلو ولايتونو راغلو يتيمو ماشومانو خوښي وښوده،چې ستونزو ته یې رسېدنه کېږي او د زده کړو زمینه ورته برابرېږي.
د اسلامي امارت لېکو کې د وژل شوي کس ماشوم وايي:« مجاهدينو موږ ته داسې زمينه برابره کړه،چې چکر ته یې راوستو. موږ داسې فکر کوو<چې د خپل ورور او پلار هېڅ تصور هم نه کوو.»
دا لومړی ځل دی،چې د اسلامي امارت چارواکي په خپلو ليکو کې د وژل شويو کورنيو له يتيمانو سره ناسته کوي او ډاډ ورکړل شو،چې له مرستو سربیره به ورته د زده کړو زمینه برابره کړي.