دا چاودنې نن له غرمې وروسته د سردار محمد داوود خان روغتون مخې ته شوي دي.
عیني شاهدان وايي، له چاودنې وروسته د سپکو وسلو ډزې هم اورېدل شوي.
تر اوسه د چاودنو څرنګوالی نه دی مالوم او نه هم د مرګ ژوبلې په اړه ما لومات شته.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي ویلي، لومړنۍ چاودنه د روغتون دروازې مخې ته او دویمه هغه روغتون ته نږدې شوې ده.
ناتایید شوي راپورونه وايي، برید ځانمرګي کړی، خو اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
داسې راپورونه هم ورکړل شوي، چې وسله وال روغتون ته ور ننوتي او له هغه ځایه د ډزو اوازونه هم اورېدل شوي دي.
د سرچېنو په خبره، د پېښې ځای ته د اسلامي امارت ځواکونه رسېدلی او د مګړۍ له بریدګرو سره پر جګړه بوخت دي.
دا د کابل له سقوط وروسته لومړی پېچلی برید دي، خو دا چې برید چا کړی تر اوسه یې مسوولیت چا پرغاړه نه دی اخیستی.