Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بلینکن: له افغانستانه د اشرف غني په بېړه وتل د ژمنو خلاف عمل و

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/02

د امریکا متحده ایالتو بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په خپلو تازه څرګنددونو کې له واشنګټن سره د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د ځینو هوکړو یادوونه کړې ده. 

بلېنکن ویلي، غني ورسره پر هغه پلان هوکړه کړې وه،چې واک به د طالبانو پر مشرۍ یو ټول ‌ګډونه حکومت ته سپاري،خو په وینا یې غني د دې هوکړې له عملي کېدو وړاندې له افغانستانه ووت.

بلېنکن زیاته کړه:« ما د شنبې پ شپه له ولسمشر غني سره پر ټیلیفون خبرې وکړې، پر هغه مې فشار راوړ،څو ډاډ ترلاسه کړم،چې هغه د طالبانو پر مشرۍ یوه نوي حکومت ته د واک د لېږد له هغه پلان سره موافق دی چې موږ یې د عملي کېدو هڅه کوو،هغه چې ټول ‌ګډونه به وي او د افغان ټولنې ټول اړخونه به په‌ کې شامل وي. هغه ما ته په ټیلیفون وویل،دی چمتو دی،خو که طالبان دا کار ونه ‌کړي، د مرګ تر وخته ورسره جنګېږي، خو په سبا یې هغه له افغانستانه ووت. زه له ولسمشر غني سره له څو اوونیو او میاشتو راهیسې بوخت وم.»

اخوا د مخکیني ولسمشر سلاکار وزیر ضیالحق امرخیل بیا وايي، د جمهوریت سقوط کې پخوانۍ سیاسي څیرې او د وسله ‌وال پوځ یو شمېر مشرانو هم لاس درلود.

امرخېل زیاته کړه:«  د  دې ترڅنګ د سقوط ځنې نور لاملونه موجود ول او دا د دې لامل شول،چې جمهورت سقوط وکړي. یو لامل یې دا وه،چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو متاسفانه له حده زیاته اتکاء یې پر بهرنیو ځواکونو وه. همدارنګه د سیاسيونو نه ژمنتیا، خودخواهي، د امنیتي ځواکونو په راس کې کومې څېرې وې، د هغو ضعف، مدیریت، له هېواد سره د نه لرل. دا ټول که سره راټول کړو، متاسفانه جمهوریت سقوط وکړ او طالب ته زمینه برابره شوه.» 

امرخیل زیاتوي،یوازي یوه څېره نه شي کیدی،چي د جمهوریت د سقوط لامل شي،بلکي بهرنیان هم د جمهوریت په سقوط کي شامل دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکېني استازي زلمي خلیلزاد هم په وروستۍ مرکه کې ویلي، دوی غوښتل واک په داسې ډول ولېږدوي،چې هېڅ بنسټ ونه ‌نړېږي او تر څنګ  یې د یوه ټول‌ ګډونه حکومت جوړېدو ته لار خلاصه شي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist