د امریکا روغتیايي چارواکي وايي، هغه فایزر واکسین چې تازه یې د ماشومانو لپاره هم کارولو ته چمتو کړي دي، راتلونکې اونۍ یې تطبیق کوي.
چارواکي وايي، دغه واکسین له ۵ تر ۱۱ کلونو عمر لروونکو ماشومانو لپاره دی.
د سپینې ماڼۍ چارواکو هم دا یو غوره خبر بللی او ویلي یې دي، چې له دې سره به د ماشومانو روغتیايي وضعیت هم خوندي شي.
بل لور ته د روغتیا نړیوال سازمان هم د واکسین پر تطبیق ټینګار کوي او وايي، دا یوازینۍ لار ده، چې باید د کرونا مخه ونیول شي.
د راپورونو له مخې، په یو شمېر هېوادونو کې دغه ګواښ بیا پر زیاتېدو دی.