Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اسلامي امارت: له داعش سره د تېر حکومت سرتېري نه دي یو ځای شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/02

د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د داعش ډلې فعالیتونو په تړاو د وال سټریټ ژورنال راپور ته غبرګون ښودلی دی.

 د اسلامي امارت ویاند مرستیال بلال کریمي له شمشاد سره په خبرو کې ویلي، داعش ډله د اسلامي ‌امارت د کشفي او استخباراتي ارګانونو تر جدي څار لاندې ده او په هېڅ ځای کې به د فعالیت موقع ورنه کړي.

کریمي زیاته کړه:«د داعش په نوم پدیده په افغانستان کې په ښکاره ډول نشته او نه هم په افغانستان کې د جلب او جذب ظرفیت لري. دوی چې د افغانستان په هر ځای کې تحرکات کوي، ځپل کېږي او له منځه وړل کېږي.»

د وال ‌سټریټ ژورنال راپور کې ویل شوي، چې د هېواد په شمال کې د تېر حکومت یو شمېر جاسوسان د طالبانو پر ضد د جګړې لپاره د داعش خراسان له ډلې سره یوځای شوي دي.

دغه راز راپور کې د تېر حکومت د سرتېرو یادونه هم شوې ده، چې یو شمېر کسان یې له  داعش ډلې سره یو ځای شوي دي.

اخوا د سیاسي چارو شنونکي بیا په دې باور دي، چې د تېر حکومت پوځي مامورین به هېڅکله له داعش ډلې سره یو ځای نه شي.

دوی ټینګار کوي، چې طالبان دې د رسمیت پیژندنې لپاره د نړیوالې ټولنې او افغانانو سره خپل دریځ نرم کړي.

شنونکی توریالی ځاځی وايي:« د شورای نظار غړو دا ویلي، د طالبانو پر وړاندې به له داعش سره یو ځای کېږي، خو د پخواني حکومت پوځي افسران او کارکوونکي په هېڅکله له داعش سره یو ځای نه شي. دا چې طالبان نړۍ په رسمیت نه پېژني، دا په خپله دوی ته یو ګواښ دی، نو طالبان باید د نړۍ او افغانانو پر وړاندې نرم دریځ خپل کړي.»

په ورته مهال ځینې نور بیا له اسلامي امارته غواړي، چې د خپلو لیکو د پیاوړتیا لپاره دې د افغانستان کادرونه نه ضایع کوي او د تېر حکومت پوځیانو ته دې هم ځای ورکړي، تر څو له نورو ډلو سره یو ځای کېدو ته زړه ښه نه کړي.

شنونکی احمد خان اندړ وايي:« طالبان هم افغانان دي او باید خپله عمومي عفوه عملي کړي او د تېر نظام پوځیانو ته په خپلو لیکو کې ځای ورکړي. هغو ته معاشونه ورکړي، ترڅو هغوی له ترهګرو ډلو سره یو ځای نه شي یا بهر ته لاړ نه شي. داسې به طالبان هم د نړیوالې ټولنې او هم دې افغانستان خلکو باور ترلاسه کړي.»

اسلامي امارت د داعش خراسان ډله د خپلو ځواکونو پر وړاندې کمزورې بللې او زیاتوي، چې هره ورځ د دې ډلې لسګونه کسان نیول کېږي او تسلیمېږي.

خو په تېرو دوه میاشتو کې پر کابل هوايي ډګر سربېره، کندز او کندهار ولایتونو کې پر شعیه لمونځ کوونکو د داعش ډلې له خوا سترو بریدونو، چې پر مهال یې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، اندېښنې یې پیدا کړي، چې یاده ډله به اوسنی حکومت ثبات ته پرې نږدي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist