اسراييلي چارواکي وايي، پلان لري چې په راتلونکې کې ۱۳ سوه کورونه جوړ کړي.
هغوی وايي، دغه کورونه په لوېدیځه تړانګه کې د هغو فلسطنیانو لپاره جوړوي، چې په دې وروستیو کې بې کوره شوي دي.
دا کار وروسته له هغې کېږي، چې د فلسطنیانو لپاره ۳ زره اضافي کورونه هم د ښار ګوټي جوړولو لپاره ویجاړ شوي دي.
اسراييلو د فلسطنیانو لپاره دا پرېکړه وروسته له هغې کړې، چې امریکا د ښارګوټي جوړولو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې وه.
امریکا ویلي و، چې په لوېدیځه تړانګه کې له کورونو د فلسطنیانو شړل به په سیمه کې کړکېچ ته لاره هواره کړي.
اسراييل له اوږدو لسیزو راهیسې په لوېدیځه تړانګه کې د ښارګوټي جوړول غواړي، چې له امله یې فلسطنیان له خپلو کورونو شړي.