د سوداګرۍ خونې د فدراسيون سرپرست خان جان الکوزی وايي:« دا سمه خبره ده،چې يو څو هېوادونو يا بهرنیانو ژمنې کړي دي،خو هغه يو میليارد او دوه سوه ميلونه ډالر چې کمک شوی دی، دا عملا افغانستان ته نه دي راغلي، يو شمېر هېوادونو پنځوس ټنه يا شپېته ټنه کمک کړی دی،د امارت له لورې.»
الکوزي همدا راز ډاډ وښود،چې د یو شمېر هېوادونو لویو شرکتونو سره لوی قراردادونه شوي او ډېر ژر به په پراخه کچه توکې هېواد ته وارد کړي.
الکوزی وايي:« نو عوامل دا دي،چې بیې په نړۍ کې لوړې شوي دي.»
د افغانستان بهرنيو چارو چارسمبالي وزير امير خان متقي په کابل کې د شنبې په ورځ د پاکستان له سفير سره د سوداګرۍ په ښه والي، تورخم ، سپين بولدک او چمن لارو کې د سوداګرو پر راکړې ورکړې،هم خبرې اترې وکړي.
سره له دې چې افغانستان سره د نړۍ د ډېری هېوادونو له لورې د نغدي مرستو ژمنه هم شوې،خو تر اوسه د دغو مرستو د ویش بهیر نه دی پیل شوی.