د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، د افغان پوځ یو شمېر پخواني پوځيان او د استخباراتو غړي د طالبانو پر ضد جګړې لپاره له داعش ډلې سره یو ځای شوي دي
ورځپاڼه وايي، دغه پخواني پوځیان ډېری د امریکا له خوا روزل شوي افغان جاسوسان دي، چې د افغانستان په شمال کې له داعش سره یوځای شوي دي.
راپور زیاتوي، چې دغه پخواني افغان جاسوسان ځکه له داعش سره یوځای شوي، څو وکولای شي هم خپل ورځنی عاید ترلاسه کړي او هم د طالب جنګیالیو پر ضد وجنګېږي.
په دې راپور کې که څه هم داعش ډلې سره د یو ځای شویو کسانو شمېر کم ښودل شوی، خو دا اندېښنه هم شریکه شوې، چې د دوی شمېر مخ پر زیاتېدو دی او دا وېره شته، چې د داعش ماتول به حتی په راتلونکو کلونو کې هم ستونزمن وي.
طالبانو که څه هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي، چې داعش دومره لوی ګواښ نه دی، چې ددوی نظام او یا هم د افغانستان له خاورې نور ګاونډيان وننګوي.