Skip to content
د کندهار د سپين بولدک د کميسارۍ مرستيال مولوي همايون همت وايي، د سپين بولدک دروازه له پاکستان سره له توافق وروسته سر له سبا اتو بجو پرانيستل کيږي او هره ورځ به 8 ساعته پرانيستې وي.
همت وويل، نور د سپين بولدک پر لار سوداګریزو موټر او عام خلک په عادي ډول تګ راتګ کولای شي او مسافر د کندهار پر تذکره او پاسپورت سفر کولای شي.
طالبانو څه موده وړاندې له افغانانو سره د پاکستاني ملېشو د ناسم چلند له امله د سپين بولدک دروازه وټړله، چې له امله يې سوداګرو د درنو زيانونو له ور اوښتو نه خبر ورکړی وو.