د سارک سازمان پر نړیوالو غږ کړی، چې افغانان له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او باید بشري مرستې ور ورسوي.
راپورونه د سارک سازمان له ادرسه وایي، چې دمګړۍ شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
دغه سازمان له نړیوالو غوښتي، چې ژر تر ژره له افغانستان سره د خوراکي او نورو بشري مرستو رسولو لړۍ پراخه کړي او د میلیونونو کسانو ژوند وژغوري.
یاد سازمان ویلي، د نړۍ ځينې شتمن هېوادونه د افغانستان پر وړاندې مسوول دي، چې باید خپل مسوولیت ادا کړي.