معترضینې ښځې وايي، داسلامي امارت بدري قطعې دوه ساعتونه په محاصره کې ساتلې وې او دغږ پورته کولو اجازه یې ورنه کړه.
دغو ښځو پر ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو کې ویلي، طالبانو پرون د لاریون مخنیوي لپاره د دارالمان ټول سړک تړلی و.
دوی تور پورې کوي، چې له لاریون کوونکو او خبریالانو مبایلونه هم اخیستل کېدل او اجازه نه ورکول کېده، چې د دوی غږ ته خبري پوښښ ورکړي.
د نجونو زده کړو ته اجازه او په دولتي ادارو کې ښځو ته د کار کولو حق ورکول د معترضینو غوښتنې دي.
د اسلامي امارت مسوولینو د معترضینو د ادعا په تړاو څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې زیاتو لاریونونو ته اجازه نه وه ورکړې.